آوا - کابل: د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین د آوا له خبریال سره په خبرو کې وویل چې د نوي مالي کال لپاره د اړتیاوو د ارزونې او د بودیجې د تخصیص ځانګړې غونډه جوړه شوه.
د هغه په وينا، په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزير مولوي عثماني زياته کړه: د نوي مالي کال د بوديجې په تخصيص کې بايد د کوکنارو د کرکيلې د بديل لپاره ښه بودجه په پام کې ونيول شي او بديل يې معرفي شي.
د کرنې وزارت مرستیال وویل، زعفران، وریجې، پنبه او ګنې د کوکنارو د کښت ښه بدیل دي، چې د کرنې وزارت له خوا د کروندګرو لپاره معرفي شوي، چې لوړ ارزښت او ښه عاید لري.
مصباح الدین مستیعن زیاته کړه، په دې ناسته کې، چې د څېړنې د څانګې مسوولینو د دې ګمارنې د اغېز په اړه خبرې وکړې، ننګونې، وړاندیزونه، د پروژو د تطبیق لومړیتوبونه، د نوي مالي کال لپاره د کافي بودیجې تخصیص او په بېلابېلو برخو کې د پروژو د تطبیق پراخ پلانونه شریک کړل.
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس وايي، دا چې د افغانستان ډېری وګړي کروندګر او مالداران دي، نو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او اوبو لګولو په برخو کې بېلابېلې پروژې پلې کړي.