کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان له افغانستان سره د ۵۸ میلیونه ډالرو مرستې ډاډ ورکړ

23 قوس 1402 ساعت 9:53

په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد سره په لیدنه کې له افغانستان سره د دغه هېواد د ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې ډاډ ورکړی دی.


آوا - کابل: په دغه کتنه کې د جاپان سفیر له راستنیدونکو افغان کډوالو سره د ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې دغه هېواد په افغانستان کې د پرمختیایي پروژو پلي کولو ته چمتو دی.

تېره اوونۍ په کابل کې د جاپان سفارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د بشري مرستو او د اړمنو خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په هدف به له افغانستان سره ۵۸.۴ میلیونه ډالره مرسته وکړي.


د مطلب کود: 282167

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282167/جاپان-له-افغانستان-سره-د-۵۸-میلیونه-ډالرو-مرستې-ډاډ-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com