آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د قطر له سفیر سعید بن مبارک الخیرین سره وکتل.
په دې کتنه کې د مهاجرينو چارو وزارت سرپرست د راستنېدونکو د ستونزو او د هغوى د اړتياوو په باب وضاحت ورکړ او د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو او له افغانستان سره د قطر د همکاريو يادونه يې وکړه او ويې ويل چې د ژمي په رارسېدو سره به د جبري راستنېدونکو ستونزې هوارې شي. ډیروالی.
هغه زیاته کړه، وزارت د خپل پلان له مخې هڅه کوي، چې د راستنیدونکو ستونزو ته رسیدګي وکړي او په دې برخه کې د بشردوستانه هېوادونو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.
له بلې خوا د قطر سفير وويل چې هېواد يې د هرات له زلزله ځپلو سره ٦٠ ټنه خوراکي او غير خوراکي توکي برابر کړي او له راستنېدونکو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه، د اسلامي هېوادونو په غونډه کې چې په دې وروستیو کې په دوحه کې جوړه شوې وه، له افغانستان سره پر مرستو د ټینګار ترڅنګ د بشري مرستو پر اړتیا هم خبرې وشوې.