کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نيمروز روغتيايي مرکز د پنځوس زره امريکايي ډالرو په ارزښت تجهيزات ترلاسه کړل

21 قوس 1402 ساعت 10:23

د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته د پنځوس زره ډالرو په ارزښت طبي او غیر طبي وسایل وېشل شوي دي.


آوا - کابل: د نیمروز ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالرحمن عبدالله وایي، د دغه ولایت له ولایتي روغتون او ولسوالیو سره د پنځوس زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي او غیر طبي تجهیزات مرسته شوې ده. 

داسلامی امارت دغه چارواکی وایی چې ددغه ولایت په روغتیایی مرکزونو د دغو مرستو په ویشلو سره به د نیمروز د اوسیدونکو ډیرې ستونزې هوارې شی .

دا مرستې په داسې حال کې په نیمروز کې پر روغتیايي مرکزونو وېشل کېږي چې نړیوالو موسسو له روغتیايي برخې سره مرستې کمې کړې دي.

تېره ورځ د غزني د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکو، چې په بهر کې ژوند کوي، د يوه روغتيايي مرکز لپاره سامان الات پېري.


د مطلب کود: 282043

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282043/د-نيمروز-روغتيايي-مرکز-پنځوس-زره-امريکايي-ډالرو-په-ارزښت-تجهيزات-ترلاسه-کړل

آوا
  https://www.avapress.com