کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه د اوکراین په نیول شویو سیمو کې هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو رایه اچونه کوي

21 قوس 1402 ساعت 9:52

مسکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین په هغو څلورو سیمو کې چې په دې وروستیو کې د روسیې له خوا یوځای شوي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره رایه اچونه وشي.


آوا: د دغه هیواد د ټاکنو مرکزي کمیسیون اعلان کړی چې په دونیڅک، لوهانسک، زاپورزیه او خرسون ولایتونو کې به رای اچونه د مارچ په میاشت کې ترسره شي. دا سیمې د اوکراین برخه ده او لا هم روسیه پرې بشپړ پوځي کنټرول نه لري.

دونباس، خرسون او زاپورزیه هغه سیمې دي چې مسکو له اوکراین سره د جګړې پر مهال ونیولې.


د مطلب کود: 282035

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282035/روسیه-د-اوکراین-په-نیول-شویو-سیمو-کې-هم-ولسمشرۍ-انتخاباتو-رایه-اچونه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com