کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ایران کې د چین سفیر:

د افغانستان امنیت او ثبات د ګاونډیو هېوادونو لپاره مهم دی

20 قوس 1402 ساعت 14:59

د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د چین سفیر د افغانستان په چارو کښې د ایران له سفیر او د دغه هیواد له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کښې وویل د افغانستان امنیت او ثبات د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو لپاره مهم دی.


آوا - کابل: د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر چنګ هوا په ایکس پاڼه کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمی قمی سره یې وکتل.

هغه زیاته کړه، په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت د نظر تبادله وشوه.
 
د هغه په ​​وینا، موږ باور لرو چې د افغانستان امنیت او ثبات د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لپاره مهم دی.

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د دغې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې ايران او چين له هغو هېوادونو څخه دي، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره نږدې اقتصادي، سياسي او ټولنيزې اړيکې لري.


د مطلب کود: 281995

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281995/د-افغانستان-امنیت-او-ثبات-ګاونډیو-هېوادونو-لپاره-مهم-دی

آوا
  https://www.avapress.com