کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست:

له ټول هېواد څخه نږدې سل زره روږدي کسان راټول او د درملنې مرکزونو ته معرفي شوي

19 قوس 1402 ساعت 11:21

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یې له ټول هېواد څخه په نشه يي توکو څه باندې سل زره روږدي کسان راټول کړي او روغتیايي مرکزونو ته یې معرفي کړي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی، چې د اسلامی امارت له واکمنۍ وروسته له ټول هېواد څخه په نشه یی توکو نږدې سل زره معتادین راټول شوی او د درملنې مرکزونو ته یې معرفی کړی دی.

دوي زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به په هغو ولایتونو کې چې د معتادینو کچه لوړه ده، د درملنې لس نوي مرکزونه جوړېږي.

په ورته وخت کې په نشه يي توکو یو شمېر روږدي کسان چې درملنه یې شوې د اسلامي امارت له دې کړنو خوښي څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د نشه يي توکو قاچاق په بشپړه توګه بند شوی دی.


د مطلب کود: 281908

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281908/له-ټول-هېواد-څخه-نږدې-سل-زره-روږدي-کسان-راټول-او-د-درملنې-مرکزونو-ته-معرفي-شوي

آوا
  https://www.avapress.com