کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېره یوه اوونۍ کې له ایران څخه څه باندې ۱۳ زره افغان کډوال شړل شوي دي

19 قوس 1402 ساعت 10:50

د ایران د اسلامي جمهوریت د خراسان رضوي د پولو د ساتونکو قوماندان مجید شجاع په تیره اونۍ کښې له دغه هیواد څخه د څه دپاسه دیارلس زره افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ویستلو اعلان وکړ.


آوا - کابل: د مهر خبری آژانس د خبر له مخې، دغه ایرانی چارواکی ویلی چې دغه کډوال په هېواد کې د بهرنیو اتباعو د ناقانونه حضور د مخنیوی په موخه پیژندل شوی او ویستل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه مهاجرین د دوغارون د سرحدي دروازو له لارې رد شوي او د افغانستان استازي ته سپارل شوي دي.

دغه ایرانی چارواکی ټینګار وکړ: د افغانستان هغه اتباع چې په غیر قانونی توګه د ننوتو اراده لری او یا له اجازې پرته په هیواد کښې دننه شتون لری، به ونیول شی او شړل شی.

ایران په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو اخراج زیات کړی او په تېرو اونیو کې یې هم ورته شمېر اعلان کړی دی.

د دغه هېواد چارواکي وايي، له افغانستانه "ناقانونه" کډوال پېژني او شړلي دي.

د يادونې وړ ده، چې ايران په دې وروستيو اوونيو کې په خپلو ۱۶ ولايتونو کې د افغان کډوالو پر راتګ په بشپړ ډول بنديز لګولى دى.


د مطلب کود: 281904

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281904/په-تېره-یوه-اوونۍ-کې-له-ایران-څخه-څه-باندې-۱۳-زره-افغان-کډوال-شړل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com