کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ولایت کې د باران لپاره لمانځه ادا شو

15 قوس 1402 ساعت 13:46

پرون د فراه ولايت د زرګونو ښاريانو په شتون کې د استسقاء لمونځ ادا شو او د باران دعا يې وکړه.


آوا - هرات: تیره ورځ د دغه ولایت په مرکزی عیدګاه کې د سیمه ییزو چارواکو، دیني عالمانو، ملا امامانو، د جوماتونو امامانو او د فراه ولایت د مرکز او ولسوالیو د زرګونو ښاریانو په شتون کې د  استسقاء لمونځ ادا شو. 
 
دیني عالمانو د ا استسقاء له لمانځه مخکې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې له لویو او وړو ګناهونو د ځان ساتلو، د زکات په ورکولو او نورو ټولنیزو مسایلو خبرې وکړې.
 
ویل کېږي په داسې حال کې چې د هېواد لوېدیځې سیمې د مني موسم وروستۍ ورځې تېروي، تر ټولو لږ باران او واوره شوې او خلک پرله پسې وچکالۍ اندېښمن کړي.
 
په ورته وخت کې پرله پسې وچکالۍ او د باران کمښت د فاریاب او سرپل د دوو ولایتونو خلک او ښاریان دې ته اړ کړي چې د دغو ولایتونو په میدانونو کې د باران لپاره دعا وکړي او له خدایه د باران غوښتنه وکړي.


د مطلب کود: 281713

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281713/په-فراه-ولایت-کې-د-باران-لپاره-لمانځه-ادا-شو

آوا
  https://www.avapress.com