کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم لاره یو ځل بیا د بار وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده

15 قوس 1402 ساعت 11:47

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس قریشي بدلون د چهارشنبې په ورځ «قوس ۱۵» په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د تورخم دروازه د پاکستان له خوا د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
 
خو ښاغلي بدلون د دې لارې د تړل کېدو د لامل په اړه جزئیات ورنه کړل.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم پاکستان د تورخم دروازه د ټرافيکو پرمخ تړلې وه، چې له امله يې د هېواد سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى و.


د مطلب کود: 281701

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281701/د-تورخم-لاره-یو-ځل-بیا-بار-وړونکو-موټرو-پرمخ-تړل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com