کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بودیجې یوازې پنځه سلنه برابره شوې ده

15 قوس 1402 ساعت 10:35

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر اوسه له پاکستانه د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د دغه سازمان له خوا د لسو میلیونو ډالرو غوښتنه شوې یوازې پنځه سلنه ورکړل شوې ده.


آوا - کابل: دغه سازمان نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې له پاکستان څخه د شړل شویو کډوالو د چارو په برخه کې د ۹،۵ میلیون ډالرو بودیجې له کمښت سره مخ دی.

د دغه سازمان په اعلامیه کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې د بودیجې نشتوالی په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یو زیات شمېر شړل شویو مهاجرو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اوونیو کې له پاکستانه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال ایستل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، چې ډېری یې له لومړنیو اسانتیاوو پرته ژوند کوي.


د مطلب کود: 281681

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281681/د-روغتیا-نړیوال-سازمان-افغانستان-لپاره-غوښتل-شوې-بودیجې-یوازې-پنځه-سلنه-برابره-ده

آوا
  https://www.avapress.com