کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې په څه دپاسه ١٤٠٠ اړو کورنيو مرستې وويشل شوې

14 قوس 1402 ساعت 10:08

د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په الفاروق ولسوالۍ کې پر ۱۴۶۵ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش اعلان کړی دی.


آوا - هرات: د غور ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د رسنیو دفتر مشر ذبیح الله غوثي زاده وايي، د خوراکي توکو دغه مرسته د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له لوري پر اړمنو کورنیو وویشل شوه. 


د هغه په ​​وينا، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او د ماشومانو او ميندوارو مېرمنو لپاره قوی مواد شامل وو.

د غور ولایت د الفاروق ولسوالۍ اوسېدونکو د خوراک د نړیوال سازمان د مرستو د وېش هرکلی وکړ او د مرستو پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.


د مطلب کود: 281609

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281609/په-غور-کې-څه-دپاسه-١٤٠٠-اړو-کورنيو-مرستې-وويشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com