کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال په لغمان کې ۳۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

14 قوس 1402 ساعت 9:48

د لغمان ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، سږ کال دغه ریاست په ټول لغمان ولایت کې ۲۴۲ بېلابېلې پروژې پلې کړي، چې ۳۰ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.


آوا - کابل: د لغمان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر وايي چې سږ کال دغه ریاست د دغه وزارت له بودیجې څخه د څه باندې دوه میلیارد افغانیو په لګښت ۲۴۲ بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.

د ښاغلي زرکمار په وینا، سږ کال په بېلابېلو برخو کې ۳۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

زرکمار زياته کړه چې په دغو پروژو کې د اوبو رسولو د شبکو جوړول، د سړکونو جوړول، د کانالونو پاکول، د څاګانو ترميم او کيندل، د استنادي ديوالونو جوړول او د ځينو پروژو بيا احيا کول شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې ګڼ شمېر مرستندويه موسسې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي او د همدغو موسسو له لارې خلکو ته د کار زمينه برابرېږي.


د مطلب کود: 281601

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/281601/سږ-کال-په-لغمان-کې-۳۰-زره-کسانو-ته-د-کار-زمینه-برابره-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.net