د باميان د پوهنې رياست د باميان په مرکز کې د دهن آهنگران ښوونځي چې د UNHCR له خوا جوړ شوى، د فعاليت خبر ورکړ.
په بامیان ولایت کې یو ښوونځی پرانیستل شو
13 قوس 1402 ساعت 15:53
د باميان د پوهنې رياست د باميان په مرکز کې د دهن آهنگران ښوونځي چې د UNHCR له خوا جوړ شوى، د فعاليت خبر ورکړ.
آوا - بامیان: د بامیان ولایت د پوهنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بامیان ولایت په مرکز کې د دهن آهنگران ښوونځی د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ادارې له خوا په دوو ودانیو او پاخه او اساسي ډول جوړ شوي.
د باميان ولايت د پوهنې رئيس مولوي رحمت الله "قنديلي" د دغه ښوونځي د پرانستلو په مراسمو کې وويل: د علومو زده کړه د جهل له کندې څخه د وتلو يوازنۍ لار ده او د مناسب ځای او سرپناه په نشتوالي کې زده کړه ناشونې ده.
ده همداراز زیاته کړه: د خوښۍ ځای دی چې د دهن آهنگران ښوونځی له ټولو اسانتیاوو سره جوړ شوی او د هېواد بچیان په ارامه ذهن خپلو درسونو ته دوام ورکوي.
د باميان د پوهنې د رييس په وينا، دغه ښوونځى ١٢ درسي ټولګي، څلور دفتري خونې، د لمريزې برېښنا سيسټم، د اوبو څاه، احاطه دېوال، شنه ساحه او د لوبو ميدان لري.
د مطلب کود: 281574