کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړیوالو اړیکو کارپوهان:

نړۍ هغه وخت کولی شي د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي چې د اسلامي امارت سره تعامل وکړي

13 قوس 1402 ساعت 12:18

د نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي چې د نړۍ او سیمې هېوادونه له اسلامي امارت سره د خبرو پر مهال د افغانستان د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کولای شي، ځکه د رغنده خبرو له لارې اساسي حل ته رسېدلی شي.


آوا - کابل: د نړیوالو اړیکو د کارپوهانو دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې تیره اونۍ په مسکو او د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې یوه غونډه جوړه شوې وه او پرون په اتریش کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شوي وه.
 
د نړیوالو اړیکو کارپوه توریالي صمدي له آوا سره په خبرو کې ویلي، چې د نړۍ او سیمې هېوادونه له اسلامي امارت سره د خبرو پر مهال د افغانستان د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کولای شي، ځکه له اسلامي امارت سره د رغنده خبرو اترو له لارې اساسي حل لاره موندلی شي. 
 
هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د افغانستان د وضعیت د ښه والي په اړه څو نړیوالې او سیمه ییزې ناستې ترسره شوې، خو له دې امله چې د اسلامي امارت استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې، دغو ناستو د افغانستان په ښه والي کې لږ اغېز ندي کړي.
 
صمدي یادونه وکړه: نړیوالي او سیمه ییزې ناستې هغه مهال اغېزمنې دي چې د اسلامي امارت استازی پکې وي، که نه نو د غونډو جوړول د وخت ضایع کول دي.
 
نوموړي همداراز څرګنده کړه، که د نړۍ او سیمې هېوادونه په رښتیا د افغانستان د خلکو امنیت او مرسته غواړي، باید له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې ټینګې کړي.
 
صمدي په دې خبرې سره چې په اوسنيو شرايطو کې تر ټولو غوره لاره د اسلامي امارت له مشرانو او استازو سره مستقيمې خبرې دي، زياته کړه چې د نړۍ هېوادونه بايد د افغانستان په اړه په خپلو غونډو کې د افغانستان د حکومت استازي هم شامل کړي.
 
په ورته وخت کې د دغه پوهنتون استاد قاسم یوسفي هم آوا ته وویل، چې په افغانستان کې د ښې نتیجې د ترلاسه کولو لپاره باید د نړۍ هېوادونه له اسلامي امارت سره اړیکي ولري، ځکه اوس مهال داسې کوم جریان او بدیل نشته د نړۍ هېوادونه کولای شي په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي لپاره کار وکړي
 
هغه ټینګار وکړ: کله چې د افغانستان په اړه نړیوالې او سیمه ایزې غونډې جوړیږي او د اسلامي امارت په اړه انتقادي نظر وي، نو لازمه ده چې د اسلامي امارت استازی حاضر وي چې خپل دلایل او څرګندونې بیان کړي.
 
یوسفي د دې په څرګندولو سره چې د اسلامي امارت له مشرانو او استازو سره مستقیمې خبرې اترې به د لا زیاتې تعامل او د افغانستان د حالاتو د ښه کتنې لامل شي، زیاته کړه: د نړۍ هېوادونه اړتیا لري چې د افغانانو ستونزې له افغان ولس څخه واوري. 
 
نوموړي وویل، د ترهګرۍ، نشه یي توکو او انساني قاچاق د مخنیوي، د افغانستان پر وګړو د بشري مرستو د وېش او د زیربنایي پروژو د تطبیق لپاره د نړۍ هېوادونه اړ دي چې له اسلامي امارت سره اړیکي ولري.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا تاسیس څخه دوه کاله تیریږي، خو د افغانستان اسلامي امارت ته د پلاوي له راتګ سره سره د نړۍ هیڅ هیواد هم اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی.


د مطلب کود: 281559

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281559/نړۍ-هغه-وخت-کولی-شي-د-افغانستان-وضعیت-په-ښه-کولو-کې-مرسته-وکړي-چې-اسلامي-امارت-سره-تعامل

آوا
  https://www.avapress.com