په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، سره له دې چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله سخت زیانمن شوی، خو د نړۍ د شنو خونو ګازونو یوازې ۰.۰۸ سلنه تولیدوي.
اوچا: په نړۍ کې د شنو خونو د ګازو په تولید کې د افغانستان ونډه ۰.۰۸ سلنه ده
12 قوس 1402 ساعت 14:20
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، سره له دې چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله سخت زیانمن شوی، خو د نړۍ د شنو خونو ګازونو یوازې ۰.۰۸ سلنه تولیدوي.
آوا - کابل: نن یکشنبه (قوس ۱۲مه) اوچا په ایکس پاڼه کې یوه مقاله خپره کړې او ویلي یې دي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله سخت ځپل شوی، خو تر ټولو لږ مسوولیت لري.
اوچا زياته کړه، سره له دې چې افغانستان د اقليمي بدلون له امله سخت زيانمن شوى، خو د نړۍ د شنو خونو ګازونو يوازې ۰.۰۸ سلنه توليدوي.
اوچا وویل چې موږ باید د اقلیم د بدلون لپاره د "یوازې حلونو" لپاره متحد شو او د هغو هیوادونو ملاتړ وکړو چې د زیان مننې په سر کې دي.
په همدې حال کې د کوپ ۲۸ په نوم د ملګرو ملتونو د اقلیم کنفرانس نن د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې دوام لري.
په دې کنفرانس کې یو له مهمو بحثونو څخه د شنو خونو د ګازو د استعمال کمول دي.
که څه هم افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د اغیزمنو هیوادونو په شپږمه کتګورۍ کې دی، خو د افغانستان له لوري هیڅ استازی دې غونډې ته نه دی بلل شوی.
په همدې حال کې د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو د اقلیم د بدلون په ۲۸ کنفرانس کې د افغانستان د استازي د نه ګډون په غبرګون کې د آوا خبریال ته ویلي چې دا اقدام د افغانانو د چاپېریال له حقونو او مالي امکاناتو د محرومولو په معنا دی. ده زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو مسئله له سیاست سره یوځای کوي.
د مطلب کود: 281493