کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان درمل د لوړ کیفیت لرونکي دي

12 قوس 1402 ساعت 11:39

د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له مرستیال سره په لیدنه کې وویل، چې د افغانستان طبي محصولات لوړ کیفیت لري.


آوا - کابل: د خوړو او درملو د ملي ادارې مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې ډاکټر عبدالباري عمر د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق له مرستیال مارک هاچینسن سره وکتل.

په دې کتنه کې مارک هاچینسن د خوړو او درملو د ادارې له مشرتابه وغوښتل چې د درملو د واردولو بهیر چټک کړي.

ډاکټر عبدالباري عمر وويل، هر هغه شرکت چې افغانستان ته درمل واردوي، بايد افغاني طبي محصولاتو ته لومړيتوب ورکړي او له کورنيو توليداتو څخه کار واخلي، ځکه افغاني طبي محصولات لوړ کيفيت لري.

هغه زیاته کړه، که درمل په افغانستان کې تولید نه شي، نو بنسټونه مکلف دي چې له بهرنیو شرکتونو څخه چې د افغانستان د خوړو او درملو په ملي اداره کې ثبت دي وارد کړي.


د مطلب کود: 281481

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281481/د-افغانستان-درمل-لوړ-کیفیت-لرونکي-دي

آوا
  https://www.avapress.com