آوا - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د قوس ۱۱ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مرکزي بانک د رئیس هدایت الله بدري په مشرۍ یوه پلاوي په بحرین کې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړ.
هدایت الله بدري په دې کنفرانس کې وویل، چې د افغانستان مرکزي بانک د افغانستان د بانکدارۍ او مالي سکتور د بشپړ اسلامي کولو او له سود او نورو حرامو اعمالو څخه د پاکولو هوډ لري او زیاته یې کړه، چې اوس مهال د سود هر ډول راکړه ورکړه حرامه ده.
ښاغلي بدري وویل: په دې برخه کې د نورو اسلامي هېوادونو له تجربو او د نړیوالو اسلامي بنسټونو له تخصص او پوهې څخه په ګټې اخیستنې سره غواړو چې د افغانستان بانکي او مالي سیستم داسې جوړ شي چې له سود څخه پاک وي.
د افغانستان د مرکزي بانک رئیس ټینګار وکړ چې د بانکونو تمویل باید په هغو برخو کې وشي چې خلکو ته ګټه ورسوي او له موږ سره د شرعي اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. د هغه په وينا، هغه پروژې چې کار پيدا کوي، بېوزلي کموي، ټولنيز او اقتصادي عدالت تامينوي او د چاپېريال په ښه والي کې اغېزمنې دي بايد پاملرنه او اعتبار ورکړل شي.
ښاغلي بدري د دغه کنفرانس په څنډه کې له یو شمېر نړیوالو مالي بنسټونو، د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو له رئیسانو او دیپلوماتانو سره وکتل.
دغه راز د اسلامي بانکونو له اجرائيه رئيس، علماوو او د اسلامي بانکونو د شرعي کميټو له غړو سره بېلابېلې ناستې ترسره شوې او په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ د تطبيق په اړه د شرعي معيارونو او د مرکزي بانک د پولي تګلارې په اړه وضاحت وشو.