آوا - کابل: یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانانو غږ لا هم په نړیوالو فورمونو کې نه اورېدل کېږي.
د دغه دفتر په وینا له افغانستان سره بشري مرستې هم په کمېدو دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په افغانستان کې د اقلیم د بدلون بحران ته د اړوندو خواوو د غیر سیاسي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
هغه وویل: "دا وضعیت بې ثباته دی. یوناما په مکرر ډول په ګوته کړې چې د اقلیم د بدلون کمول او تطبیق او په هیواد کې د انعطاف رامینځته کول انتظار نشي کولی. "ټولې اړوندې خواوې دې د افغان ولس د ګټو لپاره په غیر سیاسي او رغنده توګه دې مسئلې ته داخل شي."
د هغه په وينا، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اقليمي بدلون د جدي ننګونو په اړه پوهاوى مخ په زياتېدو دى، يواځې پوهاوى نه شي کولاى د وضعيت په وړاندې انعطاف رامنځته کړي.
اوتنبایوا وویل چې اوس د پوهاوي څخه عمل ته د حرکت کولو وخت دی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس چې د کوپ ۲۸ په نوم یادېږي، د افغانستان له استازي پرته د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې جوړېږي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیم د بدلون په وړاندې د افغانستان زیانونو ته په اشارې سره وویل چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون «ستر ظلم» دی.
افغانستان د هغو لسو هېوادونو له جملې څخه دی چې د اقلیم د بدلون او طبیعي پېښو له امله ډېر زیانمن شوي او په روان هجري لمریز کال کې په پرله پسې توګه د درېیم کال لپاره له سختې وچکالۍ سره مخ شو.
یوناما ویلي چې د اقلیم ټکانونه او فشارونه د ملیونونو افغانانو ورځني ژوند ته دوام ورکوي.