کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خروار لوګر بند د بیارغونې چارې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

9 قوس 1402 ساعت 14:51

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د خروار بند پروژې د لومړۍ برخې د بیارغونې چارې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.


آوا - کابل: د افغانستان د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور وايي، په هېواد کې امنیت ټینګ شوی او اوس د افغانستان د پرمختګ وخت دی.

ښاغلي منصور زیاته کړه چې د اسلامي امارت له خوا ورته سپارل شوی مسوولیت یې ادا کړی دی.

بل خوا د لوګر والي ضیاء الرحمن مدنی وايي، چې د ولسونو د خدمت لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خروار د بند کار د افغانستان د پخواني ولسمشر سردار محمد داوود د واکمنۍ پر مهال پیل شوی و چې د لسیزو جګړو له امله تر اوسه بشپړ شوی نه دی.

د یادولو وړ ده چې د خروار بند ۳۶ متره لوړوالی، ۱۴۰ متره اوږدوالی او د ۱۷ میلیونه متر مکعب اوبو ظرفیت لري چې په بشپړیدو سره به یې ۶۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او ۱۳ زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي. 


د مطلب کود: 281349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281349/د-خروار-لوګر-بند-بیارغونې-چارې-۳۱-میلیونه-افغانیو-په-لګښت-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com