کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قرغزستان: د منځنۍ اسیا هېوادونه باید له افغانستان سره همکاري زیاته کړي

8 قوس 1402 ساعت 16:30

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت د منځنۍ اسیا له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په اړه همکاري او همغږي زیاته کړي.


آوا: جنبیک کولوبایف د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کلنۍ غونډه کې وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د امنیت او سوکالۍ لپاره مهم دی.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، کولبایف په دې ناسته کې په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړه شوې وه، د اسلامي امارت هیڅ چارواکي ګډون نه درلود، خو د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په کې ګډون وکړ او په افغانستان کې یې د یوناما د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.


د مطلب کود: 281298

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281298/قرغزستان-د-منځنۍ-اسیا-هېوادونه-باید-له-افغانستان-سره-همکاري-زیاته-کړي

آوا
  https://www.avapress.com