کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات له زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې ۵۸ ټنه مرسته کابل ته راورسېده

8 قوس 1402 ساعت 11:46

د اروپايي ټولنې د ملکي وګړو د خوندیتوب او بشري مرستو ریاست اعلان کړی چې د هرات زلزله ځپلو ته د ۵۸ ټنو بشري مرستو یوه بله جوپه کابل ته راورسېده.


آوا - کابل: د اروپايي ټولنې د ملکي وګړو د خوندیتوب او بشردوستانه مرستو ریاست په اکس پاڼه کې اعلان کړی چې په دې لیږد کې طبي وسایل، خیمې او د خوب جامې شاملې دي.

د اروپایی اتحادیې د بشردوستانه هوایی پله هم په اکس کې اعلان کړی چې دغه ۵۸ ټنه کارګو یې په بشردوستانه الوتنه کې کابل ته لیږدولی دی.

دغې ادارې ویلي چې دا په هرات کې له زلزلې وروسته افغانستان ته د دوی درېیمه الوتنه ده.

تېره اوونۍ اروپايي ټولنې د هرات زلزله ځپلو ته د خپلو بشري مرستو یوه جوپه کابل ته ولېږله.

ياده دې وي چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه ادارو له لارې په زلزله ځپلو کورنيو وېشل کېږي.


د مطلب کود: 281270

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281270/د-هرات-له-زلزله-ځپلو-سره-اروپايي-ټولنې-۵۸-ټنه-مرسته-کابل-ته-راورسېده

آوا
  https://www.avapress.com