کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د جاپان د همکارۍ غوښتنه وکړه

7 قوس 1402 ساعت 11:52

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین ملا عبدالحق اخند په کابل کې د جاپان سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د جاپان د همکارۍ غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ملا عبدالحق اخند
د جاپان د سفارت شارژدافیر تاکویا تانیموتو او د هغه سفارت د اقتصادي همکاریو سلاکارې مېرمن کیناکاهیروهیکا سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین په هېواد کې د کوکنارو د کښت، قاچاق، د نشه یي توکو د پلور او د روږدو کسانو د ملاتړ او درملنې په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د جاپان سفارت شارژدافیر په یادو مواردو کې د اسلامي امارت د هلو ځلو قدرداني وکړه او د خپل هیواد د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د یادولو وړ ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړیدو وروسته د نشه يي توکو کښت او قاچاق د پام وړ کم شوی دی.


د مطلب کود: 281209

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281209/د-کورنیو-چارو-وزارت-له-نشه-یي-توکو-سره-مبارزې-په-برخه-کې-جاپان-همکارۍ-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com