آوا - کابل: دغه بانک پرون ماښام (یکشنبه د قوس ۵ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه بانکنوټونه د سوداګرۍ او پانګونې د اسانتیا په موخه د هېواد په شمال زون کې سوځول شوي دي.
د دغه بانک د اعلامیې له مخې، په دې زړو پیسو کې ۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانۍ بانکنوټونه شامل دي.
په تېره یوه میاشت کې دا دویم ځل دی چې مرکزي بانک د زړو پیسو د سوځولو اعلان کوي.
د مرکزي بانک په وینا دغه پیسې به له قانون سره سم له منځه یوسي.
په تېرو کلونو کې په میلیونونو کارول شوي بانکنوټونه له منځه تللي دي.
د پیسو ناسم ذخیره کول او د بریښنایی تادیاتو سیسټمونو نه کارول د بانکنوټونو د پیل کیدو لاملونه ګڼل کیږي.