کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه ۴.۲ میلیونه بزګرانو ته د غنمو تخم او کرنیزې سرې وېشي

6 قوس 1402 ساعت 12:50

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) اعلان کړی چې په ۴.۲ میلیونه بزګرانو به د غنمو تخم او کرنیز سرې وویشي.


آوا – کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په ایکس چینل کې د یوه پیغام په خپرولو سره د «ژمی غنمو» کمپاین پیل اعلان کړ.
 
دغه سازمان زیاته کړه چې په دې کمپاین کې بزګران هم روزل شوي دي.
 
FAO زیاته کړه چې دا اقدامات د خوړو خوندیتوب او د کلیوالي معیشت ښه کولو په لور یو حرکت دی.
 
بايد يادونه وشي چې د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه د کليوالو اوسيدونکو د ژوند يوه مهمه برخه کرنه ده.
 
څه موده وړاندې په کندوز کې کروندګرو د کرنې د میکانیزم او د نباتاتو د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې له نه پاملرنې شکایت وکړ او له مسوولو دولتي بنسټونو او د ملګرو ملتونو له بنسټونو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.


د مطلب کود: 281150

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281150/ملګري-ملتونه-۴-۲-میلیونه-بزګرانو-ته-د-غنمو-تخم-او-کرنیزې-سرې-وېشي

آوا
  https://www.avapress.com