کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی

6 قوس 1402 ساعت 12:28

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په غزني ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو موضوع ته په اشارې سره وویل چې دا کار د نړیوالو قوانینو خلاف دی.


آوا - غزني: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني دغه څرګندونې غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې ولسي غونډې ته وکړې.
 
هغه له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو اخراج د نړيوالو قوانينو خلاف وباله او ويې ويل: سره له دې چې پاکستان په تيرو دوو انقلابونو کې له افغان مهاجرينو سره ښه چلند کړى دى خو له دغه هيواد څخه د مهاجرينو ايستل موږ ته زيان رسوي.
 
هغه له خلکو هم وغوښتل چې له پاکستانه د شړل شویو کډوالو سره مرسته او همکاري وکړي.
 
د کورنیو چارو د وزارت پر سرپرست نیوکه په داسې حال کې کېږي، چې پاکستان له تېرې یوې میاشتې راهیسې له دغه هېواده د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او ټاکل شوې یو میلیون او ۷۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده وایستل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت نورو چارواکو هم د پاکستان پر دې پرېکړې نيوکې کړې وې.


د مطلب کود: 281148

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281148/له-پاکستانه-د-افغان-کډوالو-ایستل-نړیوالو-قوانینو-خلاف-کار-دی

آوا
  https://www.avapress.com