کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شو/ له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا درې سوه زره ماشومان واکسين شول

5 قوس 1402 ساعت 15:11

د هرات د عامې روغتیا چارواکي وايي، ټاکل شوې چې سبا (د قوس ۶ مه) د پولیو ضد واکسین کمپاین په هرات ښار، شیدې کمپ، مسلک او شینډنډ ولسوالیو کې پیل شي.


آوا - هرات: په هرات کې د واکسین د پروګرام مشر ډاکټر عبدالواحد رحمانی د دغه کمپاین د پیل په مراسمو کې خبریالانو ته وویل: په دې پړاو کې به ۲۷۸۴۲۲ د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین شی.
 
ده همداراز زیاته کړه: دغه کمپاین په خطرناکو سیمو کې د پولیو د خپریدو د مخنیوي په موخه پیل شوی.
 
د هرات د والي وياند مولوي نثار احمد الياس وايي، د هرات سيمه ييزې ادارې د واکسيناتورانو لپاره لازم تدابير نيولي او لازمې اسانتياوې يې برابرې کړي دي.
 
ویل کیږي پولیو یا ګوزڼ یوه لاعلاجه ناروغي ده چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کیږي.


د مطلب کود: 281104

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281104/په-هرات-کې-د-پوليو-واکسين-کمپاين-پيل-شو-له-پنځو-کلونو-کم-عمره-شاوخوا-درې-سوه-زره-ماشومان-شول

آوا
  https://www.avapress.com