کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند ولایت کې دوه صنعتي ښارګوټي پرانیستل شول

5 قوس 1402 ساعت 12:53

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په هلمند ولایت کې د بست صنعتي ښارګوټي او ملي صنعتي ښارګوټي پرانیستل.


آوا - د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نورالدین عزیزي د دغو صنعتي ښارګوټو په پرانیستلو کې د افغانستان پر صنعتي کیدو ټینګار کړی دی.
 
بست صنعتي ښارګوټي ۱۷۵ جریبه ځمکه او ملي صنعتي ښارګوټي په هلمند ولایت کې دوه زره جریبه مساحت لري.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه، په هېواد کې د صنعتي ښارګوټو پرانیستل، د افغانستان له وارداتي اقتصاد څخه په صادراتو متکي اقتصاد باندې بدلول د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ له لومړیتوبونو څخه دي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست تر دې وړاندې هم کندهار ولایت ته سفر کړی او هلته یې د تولیدي فابریکو څخه لیدنه کړې ده.


د مطلب کود: 281091

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281091/په-هلمند-ولایت-کې-دوه-صنعتي-ښارګوټي-پرانیستل-شول

آوا
  https://www.avapress.com