کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغیس کې د پستې د ځنګلونو د احیا چارې پیل شوې

5 قوس 1402 ساعت 11:46

په بادغیس ولایت کې د اسلامي امارت د کرنې ریاست مسؤلین وايي، په بادغیس کې د پستې د ځنګلونو د احیا لپاره یې هلې ځلې ګړندۍ کړي او عملي کار یې پیل کړی دی.


آوا – کابل: د بادغیس د کرنې ریاست د همدغو هڅو په لړ کې د ابکمري ولسوالۍ د لس هکتاره پستې د ځنګلونو د احیا چارې پیل کړې.
 
د بادغیس د کرنې ریاست یو چارواکی وايي چې په ابکمري کې د پستې د دغو لس هکتاره ځنګلونو بیارغول به نږدې دوه کاله وخت ونیسي.
 
د وړاندې شويو شمېرو له مخې، د ډېرو ځنګلونو له منځه تللو سربېره په بادغيس کې د پستې نهه هکتاره طبيعي ځنګلونه شته، چې دولت يې د حاصلاتو له راټولولو ډېر عوايد ترلاسه کوي.
 
د بادغیس د کرنې ریاست مسوولین وايي چې لا هم د پستې د ځنګلونو د جوړولو او بیارغولو په لټه کې دي.
 
د یادونې وړ ده چې بادغیس ولایت په افغانستان کې د پستې تر ټولو لوی تولیدوونکی ولایت دی.


د مطلب کود: 281088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281088/په-بادغیس-کې-د-پستې-ځنګلونو-احیا-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com