کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مخابراتو وزارت: د انټرنېټ بیې د تېرو کلونو په پرتله ۵۰ سلنه کمې شوې دي

4 قوس 1402 ساعت 15:31

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، د انټرنېټ د لوړې بیې او ټیټ کیفیت په اړه د کابل ښار د یو شمېر اوسېدونکو له شکایتونو وروسته وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د انټرنېټ بیه شاوخوا ۵۰ سلنه راټیټه شوې ده.


آوا - کابل: د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی د شنبې په ورځ «۴ قوس» د آوا خبریال ته وویل چې د انټرنټ بیه د پخوا په پرتله د پام وړ راټیټه شوې ده.
 
ښاغلي الکوزي زیاته کړه: پخوا په افغانستان کې د یو جي بي انټرنیټ بیه ۲۵۰ افغانۍ وه، چې اوس مهال د مخابراتي شبکو پر پیرودونکو ۱۱۰ افغانۍ پلورل کیږي.
 
نوموړي همدا راز خبرداری ورکړ، چې هېڅ یوه مخابراتي شبکه له ټاکل شوې بیې څخه د زیاتې پلورنې حق نه لري او د سرغړونې په صورت کې به ورسره جدي چلند وشي.
 
د مخابراتو وزارت دغه چارواکي دا هم ویلي، چې د مخابراتي شبکو له مسوولینو سره یې په خبرو کې ویلي، چې د تېر په پرتله د ټیلیفونونو بیې راټیټې شوې دي.
 
په همدې حال کې یو شمېر کابل ښاریانو د آوا خبریال ته وویل چې په افغانستان کې د انټرنټ بیه د ګاونډیو هېوادونو په پرتله ډېره لوړه ده.
 
د کابل اوسېدونکی غلام حبيب وايي، د انټرنېټ بيه زموږ د ګاونډيو هېوادونو په پرتله څو برابره لوړه ده او مخابراتي شبکې په کم سرعت خلکو ته انټرنېټ پلوري.
 
هغه زیاته کړه: "کله چې موږ له مخابراتي شبکو څخه په ډیرو پیسو سره انټرنیټ اخلو، دا په یوه سیمه کې د انتن ښه پوښښ لري او په بله سیمه کې دا کار نه کوي."
 
د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی امید کاکړ وايي، موږ په ۵۰۰ افغانۍ ۴ جي بي انټرنټ فعالوو او کله چې یې د کارولو هڅه وکړو، سم کار نه کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې یوې نیمې لسیزې راهیسې په افغانستان کې څلور خصوصي مخابراتي شبکې او یوه دولتي مخابراتي شبکه فعالیت کوي، خو په دې موده کې دغه مخابراتي شبکې نه دي توانېدلي، چې د هېوادوالو ستونزې هوارې کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان انټرنېټ له ګاونډيو هېوادونو واردېږي او د افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت مسووليت لري، چې له بهر څخه افغانستان ته انټرنېټ وارد کړي او په هېواد کې دننه خصوصي شرکتونو ته يې وېشي.


د مطلب کود: 281050

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281050/د-مخابراتو-وزارت-انټرنېټ-بیې-تېرو-کلونو-په-پرتله-۵۰-سلنه-کمې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com