کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناروې کمیټې په پنجشیر کې څه باندې درې زره کورنیو ته بشري مرستې وویشل

4 قوس 1402 ساعت 11:22

په پنجشیر ولایت کې د اسلامي امارت مسؤلین وايي، د ناروې کمیټې په پنجشیر کې پر ۳۴۴۰ اړمنو کورنیو ژمنۍ بشري مرستې وویشل.


آوا - کابل: د افغانستان لپاره د ناروې کمیټه په پام کې لري چې د ژمي په رارسیدو سره په پنجشیر کې پر ۳۴۴۰ اړمنو کورنیو ژمنۍ بشري مرستې وویشي.
 
د پنجشېر ولايت د اقتصاد رئيس محمد نبي رحيمي د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د ژمنيو مرستو د پېژندنې په غونډه کې وويل، چې دغه ژمنۍ بشري مرستې به په دغه ولايت کې د يوې سروې له ترسره کولو او د اړمنو کورنيو تر پېژندنې وروسته ووېشل شي.
 
هغه زياته کړه چې ټاکل شوې دغه مرستې د پنجشېر ولايت د شپږو ولسواليو په کچه ووېشل شي.
 
له بلې خوا دپنجشير ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رييس هم ددغو مرستو له برابرولو څخه خوښي څرګنده کړه او ددغه پروګرام دشفافيت او ښه پرمختګ په خاطر يې يو لړ لازمې لارښوونې وکړې .
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې تېر کال هم د پنجشېر په پنځو ولسواليو کې له يو زرو يو سل دوه څلوېښت اړمنو کورنيو سره بشري مرستې کړې وې.


د مطلب کود: 281016

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281016/د-ناروې-کمیټې-په-پنجشیر-کې-څه-باندې-درې-زره-کورنیو-ته-بشري-مرستې-وویشل

آوا
  https://www.avapress.com