کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هند کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه په بشپړ ډول ودرول شول

4 قوس 1402 ساعت 9:27

د هند په پلازمېنه ډهلي کې د افغانستان سفارت نن (جمعه د وږي ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې خپل فعالیتونه یې په بشپړ ډول بند کړي دي.


آوا - کابل: د هند په پلازمېنه ډیلي کې د افغانستان سفارت پرون (جمعه، د قوس ۳ مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې خپل فعالیتونه یې په بشپړه توګه بند کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په ډيلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د تل لپاره تړل شوی دی.
 
سفارت وویل چې دا د "هند د حکومت د پرله پسې ننګونو" له امله له پرون راهیسې د تل لپاره تړل شوی دی.
 
په هند کې د افغانستان سفارت د روان لمریز کال د غبرګولي په نهمه اعلان کړی و چې د کوربه هېواد له لوري د ملاتړ د نشتوالي، د افغانانو د ګټو لپاره د خدمتونو په برخه کې د تمې د نه پوره کېدو او د افغانستان د خلکو د هیلو د نه پوره کېدو له امله به خپل فعالیتونه ودروي. 
 
د دغه سفارت په یوه نوې اعلامیه کې راغلي چې د دغه سفارت د فعالیت ځنډول په دې هیله شوي چې د هند د حکومت دریځ بدل شي او د خپل عادي فعالیت د دوام لپاره زمینه برابره شي.


د مطلب کود: 281009

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281009/په-هند-کې-د-افغانستان-سفارت-فعالیتونه-بشپړ-ډول-ودرول-شول

آوا
  https://www.avapress.com