کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د ۶۶۰ درملو او روغتیايي محصولاتو په تولید کې پر ځان بسیا دی/ په هېواد کې ۱۰۴ د درملو فابریکې فعالې دي

2 قوس 1402 ساعت 15:37

د افغانستان د خوړو او درملو د ملي ادارې چارواکو له آوا سره په مرکه کې ویلي چې اوسمهال په هېواد کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید ۱۰۴ فابریکې شتون لري او افغانستان د ۶۶۰ درملو او روغتیايي محصولاتو په تولید کې پر ځان بسیا شوی دی. د دوی په خبره، د خوړو او درملو اداره هڅه کوي چې په هېواد کې د درملو کیفیت او اغېزمنتیا لوړه کړي.


آوا - کابل: د افغانستان د خوړو او درملو د ملی ادارې ویاند جاوید حاجی د آوا له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې د خوړو او درملو د ادارې د فعالیتونو په اړه وویل چې دغه اداره یوه پالیسي جوړونکې ده.
 
د جاوید حاجی په وینا، د درملو او خوړو ملي اداره په افغانستان کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت او اغېزمنتیا د ښه والي په موخه بېلابېل قوانین او طرزالعملونه جوړوي.
 
د افغانستان د درملو او خوړو ملي ادارې وياند وويل: د درملو او خوراکي توکو په سکتور کې د جواز ورکولو د پروسې په څېر، هغه مهال پيلېږي، چې يوه اداره پيل شي، يا له هغه وروسته توليد او يا له توليد وروسته تر کنټرول لاندې راشي.
 
د جاوید د وینا له مخې، د پخوا په پرتله د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید فابریکې جوړې شوې دي.
 
نوموړی زیاتوي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو مخکې په هېواد کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید ۵۶ فابریکې وې؛ خو اوس دغه شمېره ۱۰۴ فابریکو ته رسېدلې ده.
 
د افغانستان د درملو او خوراکي توکو د ملي ادارې دغه چارواکی وايي، چې د درملو او روغتیايي محصولاتو په ۱۰۴ فابریکو کې ۶۶۰ ډوله مصالحې او روغتیايي محصولات د هېواد په بازارونو کې تولید او پلورل کېږي او هېواد په دې برخه کې پر ځان بسیا دی.
 
د جاوېد حاجي په وينا، د درملو او روغتيايي محصولاتو لپاره د خلکو ٢٥ سلنه اړتيا له کورنيو فابريکو او ٧٥ سلنه يې د وارداتو له لارې برابرېږي.
 
تر دې مخکې د ملي درملو او خوراکي توکو د ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د نړیوالو درمل جوړونکو شرکتونو ډېر استازي لېواله دي چې پانګونه وکړي او افغانستان ته سفر وکړي. نوموړی زیاتوي چې ډېر ژر به مصر او متحده عربي اماراتو ته د افغانستان د تولید شویو درملو د صادراتو لړۍ پیل شي.
 
ډاکټر عبدالباري عمر په هېواد کې د درملو د کيفيت د لوړولو په برخه کې هڅو ته په اشارې سره وويل، چې په تېرو دوو لسيزو کې د درملو د کيفيت د لوړولو لپاره کومه ځانګړې حل لاره نه ده پيدا شوې او په تېرو دوو کلونو کې د درملو رياست او خوراکي توکو د کیفیت د لوړولو لپاره له بیلابیلو لارو کار اخیستی دی او عملي شوی دی.
 
د ده د څرګندونو له مخې، د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د خوراکي توکو او درملو ادارې استازي شتون لري او وارداتي درملو د لابراتوار له ارزونې او د کیفیت له تشخیص وروسته بازار ته وړاندې کوي.


د مطلب کود: 280972

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280972/افغانستان-د-۶۶۰-درملو-او-روغتیايي-محصولاتو-په-تولید-کې-پر-ځان-بسیا-دی-هېواد-۱۰۴-فابریکې-فعالې-دي

آوا
  https://www.avapress.com