کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په جرم ۹۶ تنه ونیول شول

1 قوس 1402 ساعت 12:36

د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په تيرو شپږو مياشتو کې ٩٦ تنه دنشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نيولي دي .


آوا – کابل: د کورنیو چارو وزارت په اکس پاڼه کې لیکل شوي: له نیول شویو کسانو څخه ۱۲ بېلابېل موټر، ۸۸۴۴۸ کیلوګرامه چرس، ۵۴۰۳۰ کیلو ګرامه تریاک او ۱۱۷۵ ګرامه هیروئین ترلاسه شوي دي.
 
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۶۸۵۰ ګرامه شیشه، ۹۲۰۰ سي سي الکولي مشروبات، ۵۹۸۳ ټابلیټ کا، ۲۲۹۰ کیلوګرامه د ټابلیټ کا خام مواد او د ټابلیټ کا په نوم د برېښنايي وسایلو یوه بنسټ هم ترلاسه شوي دي.


د مطلب کود: 280879

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280879/په-کندز-کې-د-نشه-يي-توکو-قاچاق-او-خرڅلاو-جرم-۹۶-تنه-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com