کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې په تېرو ۳۵ کلونو کې شاوخوا ۸۰۰ زره ماینونه پاک شوي دي

1 قوس 1402 ساعت 9:03

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په وینا، بشري سازمانونه توانیدلي چې له 1988 راهیسې په افغانستان کې لږترلږه 792,000 ماینونه پاک کړي.


آوا: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې له ۱۹۸۸ کال راهیسې بشري سازمانونه توانېدلي چې په افغانستان کې څه باندې ۷۹۲ زره ماینونه پاک کړي.
 
اوچا دا احصایه پرون سه شنبه ، عقرب ٣٠ ، په ایکس ټولنیز شبکه کې خپره کړه.
 
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ په برخه کې فعالې بشري موسسې توانېدلي چې له ۱۳ میلیونو څخه د زیاتو چاودیدونکو توکو پاتې شوني او ۷۶۴ زره د پرسونل ضد ماینونه او ۳۳ زره ۴۶۰ ماینونه شنډ کړي.
 
تر دې وړاندې د سره صليب نړيوالې کمېټې او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې اوس هم په افغانستان کې هر کال سلګونه کسان د ناچاودو توکو او ماينونو قرباني کېږي.
 
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې په یوه راپور کې لیکلي چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۵۶۹۲۳ ملکي وګړي د بېلابېلو ماینونو د چاودنو او د جګړو د پاتې شونو د پاتې شونو له امله وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
 
په تېرو څو لسيزو کې د کورنيو او چريکي جګړو پر مهال د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې زرګونه ماينونه ښخ شوي او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناچاودو توکو يوه زياته اندازه پاتې ده.


د مطلب کود: 280855

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280855/په-افغانستان-کې-تېرو-۳۵-کلونو-شاوخوا-۸۰۰-زره-ماینونه-پاک-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com