کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تر ۸۰۰ ډېر افغان کډوال له ترکیې څخه وایستل شول

30 عقرب 1402 ساعت 12:04

د ترکیې حکومت اعلان کړی، چې ۸۲۶ افغان کډوال یې د استوګنې له رسمي اسنادو پرته له هېواده ایستلي دي.


آوا – کابل: دغه پناه غوښتونکي له نیول کیدو وروسته هوايي ډګر ته یوړل شول او په ۴ الوتنو کې بیرته افغانستان ته راستانه شول.
 
ترکي ویلي دي چې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو بهیر ته به دوام ورکړي.
 
تر دې مخکې ترکیې سلګونه افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي وو.
 
د پاکستان له خوا له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته ترکیې هم دغه بهیر ته زور ورکړی، نامناسب او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی چې له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.


د مطلب کود: 280800

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280800/تر-۸۰۰-ډېر-افغان-کډوال-له-ترکیې-څخه-وایستل-شول

آوا
  https://www.avapress.com