کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

٤٣ افغان کډوال د ترکيې د ساحلي ځواکونو له خوا ونيول شو

30 عقرب 1402 ساعت 10:25

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د ترکیې ساحلي ځواکونو د دغه هېواد د چناق قلعه ښار د ایواجیک سیمې په څنډو کې ۴۳ افغان کډوال نیولي دي.


آوا: د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه افغان کډوال پرون د عقرب په ۲۸مه د ترکیې د ساحلي ګارد له خوا ونیول شول او په ایواجیک کې د بهرنیو اتباعو د راستنیدو مرکز ته وسپارل شول.
 
ترکي رسنیو هم ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې ۱۲۰ افغان کډوال د اخراج په موخه نیولي دي.
 
په همدې حال کې ترکیې په وروستیو میاشتو کې د پناه غوښتونکو پر ضد اقدامات زیات کړي دي.


د مطلب کود: 280788

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280788/٤٣-افغان-کډوال-د-ترکيې-ساحلي-ځواکونو-له-خوا-ونيول-شو

آوا
  https://www.avapress.com