کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فرانسه کې زرګونو کسانو په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

28 عقرب 1402 ساعت 16:19

د فرانسې په زرگونو خلکو د شنبې په ورځ په غزې تړانگه کې د فلسطینیانو په ملاتړ او د «سمدستي اوربند» د رامنځ ته کیدو په خاطر مظاهرې وکړې.


(آوا: د یورو نیوز د راپور له مخې، په دغه مظاهره کې ګډونوالو د فرانسې له حکومت څخه د اوربند د ټینګښت لپاره د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه. په پاریس کې د شنبې ورځې په مظاهره کې یو شمېر کیڼ اړخو سیاسي مشرانو او د سوداګرو د اتحادیې مشرانو برخه اخیستې وه.
 
د راپورونو له مخې، د پاریس له مظاهرو سربیره د لیون، مارسیل، تولوس، نیس، سټراسبورګ او رینس په ښارونو کې هم د فلسطینیانو له حقونو څخه د دفاع په موخه لاریونونه وشول.


د مطلب کود: 280688

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280688/په-فرانسه-کې-زرګونو-کسانو-غزه-د-سمدستي-اوربند-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com