کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان او فراه کې د اوبو رسولو د لسو پروژو کار پیل شو

28 عقرب 1402 ساعت 12:58

په جوزجان او فراه ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې په یادو ولایتونو کې د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا د اوبو رسولو د ۱۰ پروژو چارې بشپړې شوې دي.


آوا - کابل: په جوزجان کې د اسلامي امارت د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په مالي مرسته د ۲۲ میلیونه ۵۲۲ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د پنځو شبکو کار پیل شو. په افغانستان کې او څلور نورې پروژې د ١٤٤ زره او ٥٨٩ امريکايي ډالرو په ارزښت د دغه ولايت په شبرغان ښار او د اقچې او منګجک په ولسواليو کې د ( AHF ) دفتر په تخنيکي همکارۍ (ORD) په مالي مرسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
 
د دوى په وينا، د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د يادو ولسواليو په کليو کې څه باندې دوه زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى پيدا کړي.
 
په همدې حال کې په فراه کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا ریاست هم وايي چې د دغه ولایت له مرکز څخه د زوریا په کلي کې د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
 
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د اوبو رسولو د دغې شبکې لګښت ۹ میلیونه افغانۍ دی چې د یونیسف له خوا ورکړل شوی دی.
 
په فراه کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا ریاست وایي، د اوبو رسولو د دې شبکې په بشپړیدو سره به ۳۸۰ کورنۍ، اوه جوماتونه، یوه دیني مدرسه او یو ښوونځی د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د ۲۲ میلیونه افغانیو په مالي مرسته په سمنګان ولایت کې د اوبو رسولو شبکه په کار اچولې وه.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د روانې میاشتې په پیل کې راپور ورکړ چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ یې د وچکالۍ له سختو شرایطو سره مخ دي او افغانستان د اقلیم د بدلون له اړخه د نړۍ په لسو تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو کې دی.


د مطلب کود: 280658

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280658/په-جوزجان-او-فراه-کې-د-اوبو-رسولو-لسو-پروژو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com