کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د اوبو لوی بند جوړېږي

27 عقرب 1402 ساعت 16:40

رسنیو خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت رهبري هیئت د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دوه میلیارد افغانیو په لګښت د اوبو د لوی بند د جوړولو امر صادر کړی دی.


آوا – کابل: د اسلامي امارت د رهبرۍ د فوق العاده فرمان له مخې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دوه میلیارد افغانیو په ارزښت د اوبو لوی بند جوړیږي.
 
د ملي تلويزيون د خبر له مخې، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت وايي، چې د دغه بند د جوړولو د پيل لپاره به د دغه وزارت له خوا يو مسلکي تخنيکي بورډ جوړ شي.
 
ويل کيږي چې دغه بند د څه د پاسه ٥٠ مترو په لوړوالي سره جوړيږي چې د څه د پاسه شپږ ميليونه متر مکعب اوبو د زيرمه کولو ظرفيت لري چې د ګلستان، دلارام، خاشرود، غوري او چخانسوري ولسواليو له اته زره هکتاره زياته کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي. 
 
دغه راز څه موده وړاندې دفراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د بخش اباد بند د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.


د مطلب کود: 280610

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280610/د-نیمروز-ولایت-په-خاشرود-ولسوالۍ-کې-اوبو-لوی-بند-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.com