آوا: د راپورونو له مخې، د پاکستان، ازبکستان او اسلامي امارت چارواکو اعلان کړی چې د «افغان ټرانس» اورګاډي د پټلۍ د جوړولو لګښت اووه میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
باخترآژانس د اسلام آباد، کابل او تاشکند د مقاماتو په حواله خبر ورکړ چې د اورګاډي دغه کرښه به د خصوصي او دولتي سکتورونو په همکارۍ جوړه شي.
د "افغان ټرانس" ریل پټلۍ پروژه د روان کال د مې میاشتې په پای کې په اسلام اباد کې د اسلامي امارت، ازبکستان او پاکستان د چارواکو له خوا لاسلیک شوه.
په همدې حال کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه سوداګریزه غونډه د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۳) په اسلام اباد کې جوړه شوه.
د دې ناستې په تړاو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د آوا خبریال ته وویل، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د "افغان ټرانسپورټ" د اورګاډي د پروژې پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
د راپورونو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې د دغې اورګاډي له لارې د ترانسپورت ظرفیت ۲۰ میلیونه ټنه اټکل شوی و.
همدارنګه دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: ددغې پروژې غړي هېوادونه دافغانستان دامنيتي حالت په باب انديښمن دي .
تر دې مخکې د دغې ۵۷۳ کیلومتره اورګاډي کرښې په جوړولو څه دپاسه څلور نیم میلیارده ډالره لګښت راغلی و.
د يادونې وړ ده، چې د "افغان ټرانس" اورګاډي کرښه له ترمز څخه پيلېږي او د مزارشريف او کابل ښارونو له تېرېدو وروسته د پاکستان پېښور ته رسېږي.
د حيرتان-مزار د اورګاډي کرښه د افغانستان-ترانس د اورګاډي پټلۍ يوه برخه ده او دا مهال له منځنۍ اسيا څخه د هېواد د اړتيا وړ توکي هم له همدې لارې افغانستان ته راځي.
په ۲۰۱۸ کال کې د درې واړو هېوادونو تر منځ د "افغان تریس" د اورګاډي کرښې د جوړولو پلان وړاندې شو، څو یوه اقتصادي لویه لاره جوړه شي چې منځنۍ اسیا د هند سمندر له اوبو سره وصل کړي.