کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هټیو او سوداګریزو مرکزونو کې له نښو او تختو څخه د بهرنیو لیکنو لرې کول

26 عقرب 1402 ساعت 12:09

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هټیو او سوداګریزو مرکزونو له خاوندانو وغوښتل، چې په بهرنیو ژبو لیکل شوې نښې سمې کړي.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تختو او تذکرو د تعدیل کمیسیون د هټیو، سوداګریزو مرکزونو، د استوګنې د کورونو او بنسټونو له خاوندانو غوښتي چې په تختو او نښانونو باندې لیکل شوي لیکنې لرې کړي.
 
دغه کمیسیون دا هم ویلي، چې دغه پرېکړه د هېواد د کلتوري شتمنیو او ملي ژبو د ساتنې په موخه شوې او ټولې یادې ادارې ۱۵ ورځې وخت لري، چې د غیر معیاري تختو د بدلون لپاره کار وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د سوداګریزو مرکزونو او هټیو ډېری تختې په بهرنیو ژبو لیکل شوي دي.


د مطلب کود: 280543

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280543/په-هټیو-او-سوداګریزو-مرکزونو-کې-له-نښو-تختو-څخه-د-بهرنیو-لیکنو-لرې-کول

آوا
  https://www.avapress.com