کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اقتصاد وزارت د مرستو په وېش کې د لاسوهنې ادعا رد کړه

26 عقرب 1402 ساعت 11:52

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي مفتش (سیګار) ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د مرستو په ویش کې لاس نه لري.


آوا - کابل: پرون پنجشنبه د عقرب ۲۵ مه د اقتصاد وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) د وروستي راپور په اړه د یوې بیانیې په خپرولو سره غبرګون وښود او د مرستو په ویش کې د افغانستان د اسلامي امارت د لاس وهنه یې رد کړه.
 
په اعلامیه کې راغلي: دا ډول راپور بې بنسټه او د افغانستان له هدفي پرمختګونو څخه انحراف دی، په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او اعتماد جوړونې تګلاره د خپلې اجنډا په سر کې ځای کړې ده.
 
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی: د افغانستان اسلامي امارت تل هڅه کړې چې له نړیوالو مرستندویه موسسو او مرستندویه بنسټونو سره صادقانه او شفافه همکاري وکړي.
 
د اقتصاد وزارت ویاند زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت ټولې هڅې د مرستو په شفاف او مستحقو کسانو د ویش په موخه دي.
 
په الامیه کې همدا راز ویل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت هیڅکله د مرستو د ویش په بهیر کې د مداخلې او پر نړیوالو بنسټونو فشار نه اچوي، بلکې هڅه کوي چې د مرستو د ویش په بهیر کې د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو لپاره ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې سیګار ورځپاڼې یو راپور خپور کړ چې ادعا یې کړې وه چې اسلامي امارت د امریکا د مرستو په ګډون د مرستندویه موسسو د مرستو د ویش په بهیر کې لاسوهنه کوي.


د مطلب کود: 280540

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280540/د-اقتصاد-وزارت-مرستو-په-وېش-کې-لاسوهنې-ادعا-رد-کړه

آوا
  https://www.avapress.com