کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۳۳ ماشومان د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي

23 عقرب 1402 ساعت 12:02

افغان سرې میاشتې اعلان کړی، چې روغتونونو ته د زړه د ناروغانو د لېږلو په دوام، دې ادارې یو ځل بیا د زړه په ناروغۍ ۳۳ ماشومان د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته معرفي کړي دي.


آوا - کابل: د افغان سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر په ایکس چینل کې لیکلي چې د زړه د ناروغانو د لیږلو په دوام کې یو ځل بیا د زړه د سوري په ناروغۍ ۳۳ تنه ماشومان د هیواد دوه داخلي روغتونونو ته وروپیژندل شول.
 
افغان سرې میاشتې د هېوادوالو روغتیا ته پاملرنه د دې ادارې دنده ګڼلې ده.
 
دغه رياست زياته کړه چې په تېرو ١٦ مياشتو کې افغان سرې مياشتې ټول ٢٣٨٠ ماشومان چې د زړه په ناروغيو اخته دي روغتونونو ته معرفي کړي او د هغوى د درملنې او عملياتو ټول لګښت د افغان سرې مياشتې له خوا ورکول کېږي.


د مطلب کود: 280363

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280363/د-زړه-سوري-په-ناروغۍ-اخته-۳۳-ماشومان-درملنې-لپاره-کابل-روغتونونو-ته-لېږدول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com