کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست پاکستان ته سفر وکړ

23 عقرب 1402 ساعت 10:57

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د مالیې، ترانسپورت، هوايي چلند او بهرنیو چارو وزارتونو او د دغه هیواد د خصوصي سکتور د استازو په ګډون د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ.


آوا: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پلاوی د پاکستان او ازبکستان په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللی دی. 
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې درې اړخیزه غونډه کې به د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا او اسانتیاوو په اړه خبرې وشي.
 
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې چې په دوه اړخیزه ناسته کې له پاکستاني لوري سره د افغان مالونو د ټرانزیټي ستونزو او د آپټا د تړون په اړه جلا جلا خبرې وشي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې د پاکستان په بندرونو کې د افغانستان سوداګریز توکي بند دي.


د مطلب کود: 280346

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280346/د-سوداګرۍ-او-صنایعو-وزارت-سرپرست-پاکستان-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com