کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د "چکدم" د اوبو د څو بندونو د جوړولو کار پیل شو

22 عقرب 1402 ساعت 14:47

د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ کې د څه باندې څلویښت میلیونه افغانیو په ارزښت د "چکدم" د اوبو د څو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: د اوبو او انرژی وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده وایی، د دغو پروژو د پلی کولو موخه د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو پیاوړتیا، د مونسون سیلابونو کنټرول، د شنو خونو جوړول او ده د کابل ولايت په ولسواليو کې د سيلابونو د زيانونو مخه ونيوله.
 
په همدې حال کې د کابل والي محمد قاسم خالد په دغه پروګرام کې وویل چې اسلامي امارت په هیواد کې شفافیت راوستی او د خدمتونو وړاندې کول یې په شعارونو نه بلکې په عمل کې ثابت کړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د ۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت د "توري" بند د جوړېدو چارې پیل شوې وې.


د مطلب کود: 280299

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280299/په-کابل-کې-د-چکدم-اوبو-څو-بندونو-جوړولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com