کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کابل په شمال کې د موقتي کمپ جوړول

22 عقرب 1402 ساعت 11:17

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، د لومړي وزیر د فرمان پر بنسټ له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د کابل ښار په شمالي ترمینل کې موقتي کمپ جوړ شوی دی.


آوا - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي، چې د اسلامي امارت د لومړي وزیر ملا حسن اخند د حکم له مخې په دغه ولایت کې موقتي کمپ جوړ شوی دی. د کابل ښار په شمالي ترمینل کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره.
 
هغه زياته کړه، چې په دغه کمپ کې د راستنېدونکو لپاره د سرپناه، خوراکي توکو، د څښاک اوبه او مسالې برابرې شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت په دې وروستيو کې د ناقانونه کډوالو د نيولو او شړلو لړۍ پيل کړې ده. له پاکستان څخه هره ورځ زرګونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي.


د مطلب کود: 280281

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280281/له-پاکستان-څخه-د-راستنېدونکو-کډوالو-لپاره-کابل-په-شمال-کې-موقتي-کمپ-جوړول

آوا
  https://www.avapress.com