کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره ورځ له پاکستان څخه څه باندې شپږ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

21 عقرب 1402 ساعت 12:45

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې تېره ورځ له پاکستان څخه څه باندې شپږ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: نن یکشنبه د عقرب ۲۱ مه د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې پرون (شنبه د عقرب ۲۰ مه) له پاکستان څخه څه باندې ۶ زره افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي.
 
د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، د پاکستان له زندانونو ۸۲ خوشې شوي بندیان هم هېواد ته راستانه شوي دي.
 
دغه وزارت همداراز ویلي چې دغه کسان د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي او هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت له لوري لس زره افغانۍ ورکړل شوې دي.


د مطلب کود: 280231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280231/تېره-ورځ-له-پاکستان-څخه-څه-باندې-شپږ-زره-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com