کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عزیزي بانک مشر له پاکستانه راستانه شویو کډوالو سره ۳۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

20 عقرب 1402 ساعت 15:21

د هېواد د عزیزي بانک او ملي سوداګرو مشر میرویس عزیزي اعلان وکړ، چې له پاکستان څخه را ایستل شویو کډوالو سره به د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي او ژمنیو توکو مرسته وکړي.


آوا - کابل: میرویس عزیزی په اکس چینل کې لیکلی، هغه بشری ناورین چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبری شړلو په پایله کې رامنځته شوی، «زما لپاره د ژور احساساتو سرچینه ده».
 
هغه زياته کړه، چې دغه مرسته د کډوالو او راستنېدونکو کورنيو د ګرمو خوراکي توکو، ژمنيو جامو او نورو عاجلو اړتياوو په برابرولو کې کېږي.
 
د ښاغلي عزيزي په وينا، سبا به د ده د بنسټ له لارې د تورخم او سپين بولدک سرحدي سيمو ته د اړتياوو د کچې د لوړولو او د مرستو د رسولو پروګرام په لاره واچوي.
 
له اسنادو پرته له ۱،۷ میلیونو څخه زیاتو مهاجرو او پناه غوښتونکو ته له ورکړل شوي ضرب الاجل وروسته، د پاکستان پولیسو د هغوی د نیولو او شړلو لړۍ پیل کړې ده.
 
په ننګرهار کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې د تورخم له لارې څه باندې پنځوس زره کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.
 
که څه هم اسلامي امارت وايي، له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو او کډوالو ستونزو هواري ته چمتو دي، خو د ژمي د موسم په رانږدې کېدو سره مرستندویه بنسټونو د خوراکي او سرپناه د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.


د مطلب کود: 280181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280181/د-عزیزي-بانک-مشر-له-پاکستانه-راستانه-شویو-کډوالو-سره-۳۰۰-میلیونه-افغانۍ-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com