کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: تر اوسه د تورخم له لارې ۲۱۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي

18 عقرب 1402 ساعت 15:39

په تورخم کې د ملګرو ملتونو یوه چارواکي نن پنجشنبه د عقرب په ۱۸ مه رسنیو ته وویل چې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د جبري ایستلو له پرېکړې وروسته له دې پولې څه باندې ۲۱۰ زره کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یوه چارواکي ارشاد خان ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه ناوخته د تورخم له پولې ۴۱۳۰ نور بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته لېږدول شوي دي.
 
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زياته کړه: تر پرون (د عقرب ١٧مه) تر اوسه له ٢١٠ زرو څخه زيات کسان يوازې د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي. له پاکستان څخه هره ورځ لسګونه لارۍ بې اسناده افغان کډوال راستنېږي.
 
له پاکستان څخه د بې اسنادو افغانانو د ایستلو لړۍ دوام لري او نن هم د تورخم او چمن له لارې ګڼ شمېر کورنۍ افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اسلامي امارت او نړیوالو مرستندویه موسسو د غوښتنې خلاف د افغان کډوالو د زور زیاتي د ایستلو پریکړه کړې ده.


د مطلب کود: 280099

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280099/ملګري-ملتونه-تر-اوسه-د-تورخم-له-لارې-۲۱۰-زره-کډوال-افغانستان-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com